په پکتيکا ولايت کښي د سولى په ملاتړ د فوټبال سيالۍ د ورزشى امريت او فوټبال کميټى په همکارى په لاره اچول شوي وى۔

ناپیژنده (not verified)
شنبه ۱۳۹۹/۱۲/۲ - ۹:۲۳
په پکتيکا ولايت کښي د سولى په ملاتړ د فوټبال سيالۍ د ورزشى امريت او فوټبال کميټى په همکارى په لاره اچول شوي وى۔

په‌ دی سیالی کی چي د مرکز په شمول د ارګون ولسوالى،ګيان ولسوالى،د غزنى ولايت بندى سردى ولسوالى او پکتيا ولايت تعمير ولسوالى فوټبال لوبډلو برخه اخيستى وه۔ پاى لوبى ته يي د غزنى ولايت بندى سردى ولسوالى او پکتيا ولايت تعمير ولسوالى لوبډلو لار پيداکړه او پاى لوبه نن د پنج شنبى ترسره شوه او لوبه د صفر مقابل يو ګول په وهلو سره د پکتياولايت تعمير ولسوالى په ګټه پاى ته ورسيده. دواړو لوبډلو ته د عدليي سرپرست ريیس، ورزشى چارو امر،اصلاحات ادارى امر، کوچيانو چارو دسمون امر او ځوانانو لخوا تيار شوي انعامات ورکړل شول په اخير کښي ګټونکى لوبډلى ته د نور انعاماتو تر څنګ يو عراده موټرسايکل ورکړل شو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۸ - ۱۵:۸
Background image

لغمان؛ قرغیو ولسوالۍ کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د لغمان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په قرغیو ولسوالۍ کې د ۳۲لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ ، چې یوه میاشت مخکې پیل شوې وې، د احمد سیر لوبډلې په اتلولي پای. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۸ - ۱۵:۶
Background image

هلمند؛ مارجې ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مارجې ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ ، چې ۱۵ ورځې مخکې پیل شوې وې، د حیدري اتلانو لوبډلې په اتلولي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۸ - ۱۵:۴
Background image

کونړ؛ څوکۍ ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د کونړ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په څوکۍ ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې لس ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې. . .

BACK TO NEWS