کونړ؛ څوکۍ ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې
د کونړ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په څوکۍ ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې لس ورځې به دوام وکړي.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې شلوټۍ ځوانانو لوبډلې د شپږو ویکټو په زیان د خپلې سیالې شلوټۍ اتفاق لوبډلې ۱۱۶ منډې هدف پوره کړ او د څلورو ویکټو په توپیر یې د دغو سیالیو لومړۍ بریا یې خپله کړه.
