هلمند؛ خانشين ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال حذفي سیالۍ پیل شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۹/۱۰ - ۱۰:۲۴
هلمند؛ خانشين ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال حذفي سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت د خانشين ولسوالۍ په شیبارې فوټبالي حوزه کې د افغانستان په نوم د ناک اوټ په ډول د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال حذفي سیالۍ پیل شوې.

د دغو سیالیو د پیل په لوبه کې سيد افغان لوبډلې خپلې سیالې قسمت لوبډلې ته د ۱/۰ ګول په توپير ماتې ورکړه او لومړۍ بريا يې خپله کړه.

د يادو سیاليو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅول او يوه سالمه تفرېح برابرول دي، چې دوې اوونۍ به دوام وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۳ - ۹:۳۶
Background image

پکتيکا؛ د ارګون ولسوالۍ په پير کوتي سيمه کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري په پیرکوتي سيمه کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ، چي ۱۵ ورځي وړاندې پیل شوې وې د سپیرواس لوبډلې په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۳ - ۹:۳۳
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۳ - ۹:۲۹
Background image

بلخ؛ چاهي ولسوالۍ کې د ۱۰۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د کورش ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په چاهي ولسوالۍ کې د ۱۰۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې.

د دغو سیالیو په پایله. . .

BACK TO NEWS