پکتیکا؛ مټاخان ولسوالۍ کې د پنځو لوبډلو ترمنځ د نیزه وهنې سیالۍ ترسره شوې

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۵ - ۱۷:۱۸
پکتیکا؛ مټاخان ولسوالۍ کې د پنځو لوبډلو ترمنځ د نیزه وهنې سیالۍ ترسره شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ملي او دودیزو لوبو، وزلوبې او نیزه وهنې فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په مټاخان ولسوالۍ کې د پنځو لوبډلو ترمنځ د نیزه وهنې سیالۍ د مرکزي کلب لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

په دغو سیالیو کې سلطان محمود غزنوي، رحمت الله، مرکزي کلب، یوسف خیل ولسوالۍ او مټاخان ولسوالۍ لوبډلو ګډون کړی و، چې په پایله کې یې مرکزي کلب لوبډلې د ۴۰ نمرو په ترلاسه کولو سره لومړی،یوسف خېل ولسوالۍ لوبډلې د ۳۶ نمرو په ترلاسه کولو سره دویم او سلطان محمود غزنوي لوبډلې هم د ۳۶ نمرو په ترلاسه کولو سره درېیم مقام خپل کړ.

دا سیالۍ د نیزه وهنې لوبو ته د ودې ورکولو په موخه ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ او په پای کې لومړي مقام لوبډلې ته یو سېرلی د ډالۍ په توګه ورکړل شو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۱:۱۰
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۹:۱۲
Background image

کابل کې د ويلچر هنډبال معلولو ورزشکارانو ته د پوهاوي درې ورځنی سمينار پيل شو

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د هنډبال ملي فدراسيون له لوري د کابل ولايت څخه د پارا هنډبال ۲۰ ورزشکارانو ته د ويلچر هنډبال د پوهاوي درې ورځنی سمينار د پارا المپيک کميټې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۷ - ۱۷:۵۹
Background image

کابل؛ له ۱۷ کلنو کم عمره ۲۳ کسيزه فوټبال ملي لوبډله ميانمار ته روانه شوه

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د فوټبال له ۱۷ کلنو کم عمره ۲۳ کسيزه ملي لوبډله او يو ۷ کسيز پلاوی، د ٢٠٢٦ اسیا جام ته د لارموندنې پړاو سیالیو کې د. . .

BACK TO NEWS