ننگرهار کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د باسکټبال غوراوي سيالۍ ترسره شوې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۵ - ۹:۲۹
ننگرهار کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د باسکټبال غوراوي سيالۍ ترسره شوې

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د باسکټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز جلال اباد ښار کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د باسکټبال غوراوي سيالۍ ترسره شوې.

په يادو سياليو کې د شمس، سمندر، شېرزاد، ځوانانو، اتلانو او سپين غر لوبډلو گډون کړی وو، چې په پايلوبه کې سمندر لوبډلې خپلې سيالې شمس لوبډلې ته د ۱۱ پر ۹ امتيازونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه او همدارنگه د ياد ولايت باسکټبال منتخبه لوبډله ونومول شوه.

د يادولو وړ ده، چې د دغو سياليو د ترسره کېدو موخه د ننگرهار ولايت باسکټبال منتخبې لوبډلې ټاکل و، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۲۰:۳۲
Background image

ننگرهار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د پانکريش سيالۍ وشوې

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همکارۍ، د پانکريش فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز جلال آباد ښار کې د پنځو ولايتونو ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د پانکريش سيالۍ وشوې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۲۰:۲۹
Background image

زابل کې ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د قوت الرمي سيالۍ وشوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همکارۍ، د قوت الرمي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز قلات ښار کې د پنځو ولايتونو ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د قوت الرمي دوه ورځينۍ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۲۰:۲۷
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

BACK TO NEWS