غزني کې د نهو ولايتونو ترمنځ د فول رزم پنځم پړاو سيالۍ وشوې
د غزني ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فول رزم ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري په ياد ولايت کې له کابل، کندهار، پکتيا، خوست، زابل، بغلان، هلمند، هرات او غزني ولايتونو څخه د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د فول رزم پنځم پړاو سيالۍ وشوې.
دغه سيالۍ په بېلابېلو کټګوريو کې ترسره شوې، چې په پايله کې غزني لومړی، هرات دويم او زابل بیا درېيم مقام خپل کړ.
د يادو سياليو موخه د ولايتونو ورزشکارانو ترمنځ يووالی او همغږي رامنځته کول و، چې يوه ورځ يې دوام وکړ
