د معتادينو په زر بستريز روغتون کې د واليبال دوستانه سيالي ترسره شوه

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۱ - ۹:۳۳
د معتادينو په زر بستريز روغتون کې د واليبال دوستانه سيالي ترسره شوه

د المپيک، بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د ټولشموله ورزشونو آمریت له لوري د معتادينو په زر بستريز روغتون کې (روغتيا ته د بېرته راګرځېدو جام) په نوم د دوو لوبډلو ترمنځ د واليبال دوستانه سيالي ترسره شوه.

د دغې سيالۍ په مراسمو کې د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست د المپيکي چارو رئيس داد محمد پاينده اختري، د معتادينو زر بستريز روغتون رئيس مولوي عبدالناصر منقاد، د ورزش ادارې ارشد مشاور محمد يوسف افتخار، د ياد رياست د ټولشموله ورزشونو امر محمد عارف پيمان، د سياليو ترسره کولو امر عزیزالرحمن ملنګ، د باسکټبال ملي فدراسيون رئيس عبيدالله ارغنديوال او د دغه روغتون بستر ناروغانو ګډون کړی و.

د دغو مراسمو په پيل کې د نوموړي روغتون رييس عبدالناصر منقاد ګډونوالو ته ښه راغلاست ووايه او په ټولو دولتي او غیر دولتي ارګانونو يې غږ وکړ، چې د دې هيواد له دې مظلومو بچيانو(معتادينو) سره لا زياته همکاري وکړي او د دوی په روغتيا کې فعاله ونډه واخلي، ده همداراز په ياد روغتون کې ورته ورزشي برنامې د معتادينو د روغتيا په برخه کې ګټورې وبللې او د المپيک، بدني روزنې او ورزش رياست دغه کړنه يې وستايله او د ورته برنامو په ترسره کولو او زياتولو کې يې د لا زياتې همکارۍ غوښتنه وکړه.

ورپسې د المپيکي چارو رييس داد محمد پاينده اختري خبرې وکړې او د ياد روغتون له مسولينو او ګډونوالو سره يې ژمنه وکړه، چې د ورزش اداره تر خپل توان پورې له دوی سره په ورزشي برخه کې همکاري کوي او همکار به پاتې کېږي.

ياده سيالي چې د ياد روغتون د دوو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، په پايله کې د ياد روغتون الف لوبډلې خپلې سیالې ب لوبډلې ته د ۲-۱ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او بريا يې خپله کړه.

هېره دې نه وي، چې د دغو مراسمو په پای کې د هيواد د ورزش ادارې د مسولينو له لوري لوبغاړو ته کپونه، مډالونه، ستاينليکونه او ورزشي توکي ورکړل شول.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۵:۱۳
Background image

غزني کې د نهو ولايتونو ترمنځ د فول رزم پنځم پړاو سيالۍ وشوې

د غزني ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فول رزم ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري په ياد ولايت کې له کابل، کندهار، پکتيا، خوست، زابل، بغلان، هلمند، هرات او غزني ولايتونو څخه د ۱۰۰. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۵:۱۱
Background image

تخار؛ اشکمش ولسوالۍ کې د ځغاستې سيالۍ وشوې

د تخار ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د اتلتيک ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په اشکمش ولسوالۍ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سيالۍ وشوې.

د دغو سياليو په پايله. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۵:۱۰
Background image

پکتیکا؛ یوسف خېلو ولسوالۍ کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سیالۍ ترسره شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په یوسف خېلو ولسوالۍ کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پایله کې محمد ولي لومړی، محمد ایوب. . .

BACK TO NEWS