بلخ؛ په مزارشریف ښار کې د ۵۰ تنو چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ ترسره شوې

د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د وزلوبې ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د مرکز مزارشریف ښار په مقيم بای ورزشي لوبغالي کې د ۵۰ تنو چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ ترسره شوې.
د يادو سياليو په پايله کې د ميدان حکم له لوري دوه اخرالاقه اعلان شول، چې لومړۍ اخرالاق ناصر پهلوان او دويم اخرالاق بيا مصطفی پهلوان تر حلالې دايرې ورساوه او د سياليو گټونکي شول.
د یادولو وړ ده، چې د دغو سياليو د ترسره کېدو موخه راتلونکي لوبو لپاره د چاپندازانو لا ښه چمتو والی وو، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.