لغمان؛ علینګار ولسوالۍ کې د ٢٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د لغمان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په علینګار ولسوالۍ کې د ٢٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ولسوالۍ مرکز لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه د کچور او ولسوالۍ مرکز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه ولسوالۍ مرکز لوبډلې وګټله او لومړی یې توپ وهنه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې یې د دوو ویکټو په زیان خپلې سیالې لوبډلې ته د ١٦٣ منډو هدف وټاکه. کچور لوبډلې د هدف په تعقیب کې په ټاکلو لسو اورونو کې د اوو ویکټو په زیان ١٣٠ منډې وکړې او د ٣٢ منډو په توپیر یې لوبه وبایلله.
دا سیالۍ ورزش ته د ځوانانو د هڅولو په موخه ترسره شوې، چې شل ورځې يې دوام وکړ.