هرات کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د نیوفول کانتاکت سیالۍ ترسره شوې

org2_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۲ - ۲۱:۲۶
هرات کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د نیوفول کانتاکت سیالۍ ترسره شوې

د هرات ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د نیوفول کانتاکت فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت ښار په میهن ورزشي جمنازیوم کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د نیوفول کانتاکت سیالۍ ترسره شوې.

دغه سیالۍ د تنکیوځوانانو، نویوځوانانو، ځوانانو او د مشرانو ورزشکارانو په عمري کټګوریو او بېلا بېلو وزني کټګوریو کې ترسره شوې، چې په پایله کې ۲۰ تنو ورزشکارانو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې خپلې کړې.

د یادو سیالیو موخه د نیوفول کانتاکت سیالیو ته وده ورکول و، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.

د سیالیو په پای کې غوره ورزشکارانو ته مډالونه او د اتلولۍ حکمونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۴:۴۱
Background image

ننګرهار؛ روداتو ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په روداتو ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ چې شاوخوا ۲۰ ورځې يې دوام وکړ د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۴:۴۰
Background image

کندز کې د ۵۴ ورزشکارانو ترمنځ د جودو سيالۍ وشوې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د جودو فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز رستم کلب کې د ۵۴ ورزشکارانو ترمنځ د جودو سيالۍ وشوې.

دغه سيالۍ له ۱۴ کالونو کم عمره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۴:۳۵
Background image

پکتيکا؛ يوسف خېل ولسوالۍ کې د رسۍ کشونې سيالۍ وشوې

د پکتيکا ولايت په يوسف خېل ولسوالۍ يارانو کلب کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د ملي او دوديزو لوبو ته د ودې ورکولو او د سالمې برابرولو په موخه د رسۍ کشونې سيالۍ وشوې.

د سياليو په پايله کې ۲۰. . .

BACK TO NEWS