فاریاب؛ مرکز میمنه کې د 150 ورزشکارانو ترمنځ د جوجیتسو ملي لوبډلې اتم پړاو سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۷ - ۱۲:۳۷
فاریاب؛ مرکز میمنه کې د 150 ورزشکارانو ترمنځ د جوجیتسو ملي لوبډلې اتم پړاو سیالۍ پای ته ورسېدې

د فاریاب ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د جوجیتسو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز میمنه کې له یوولسو ولایتونو د ۱۳۵ ورزشکارانو ترمنځ د جوجیتسو ملي لوبډلې اتم پړاو سیالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو په پایله کې د فاریاب ولایت ورزشکارانو د 150 مډالونو په ترلاسه کولو لومړی، د کابل ولایت ورزشکارانو د ۹ مډالونو په ترلاسه کولو دویم او د هرات ولایت ورزشکارانو د ۳ مډالونو په ترلاسه کولو سره درېیم مقام ترلاسه کړ.

د یادو سیالیو موخه د هېواد جوجیتسو ملي لوبډلې ته د غوره ورزشکارانو موندل و، چې څلور ورځې یې دوام وکړ.

د سیالیو په پای کې ټاکل شوو ورزشکارانو ته د ورزش مسوولینو له لوري چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۱:۱۰
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۹:۱۲
Background image

کابل کې د ويلچر هنډبال معلولو ورزشکارانو ته د پوهاوي درې ورځنی سمينار پيل شو

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د هنډبال ملي فدراسيون له لوري د کابل ولايت څخه د پارا هنډبال ۲۰ ورزشکارانو ته د ويلچر هنډبال د پوهاوي درې ورځنی سمينار د پارا المپيک کميټې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۷ - ۱۷:۵۹
Background image

کابل؛ له ۱۷ کلنو کم عمره ۲۳ کسيزه فوټبال ملي لوبډله ميانمار ته روانه شوه

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د فوټبال له ۱۷ کلنو کم عمره ۲۳ کسيزه ملي لوبډله او يو ۷ کسيز پلاوی، د ٢٠٢٦ اسیا جام ته د لارموندنې پړاو سیالیو کې د. . .

BACK TO NEWS