غزني؛ ګیلان ولسوالۍ کې د۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په ګیلان ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د بازار اتلانو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو په پایلوبه کې د بازار اتلانو لوبډلې خپلې سیالې استقلال لوبډلې ته د ۳/۲ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅوول او یووالی رامنځته کول و، چې یوه میاشت یې دوام وکړ.
د سیالیو په پای کې غوره لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته بېلا بېلې ورزشي ډالۍ ورکړل شوې.
