ننګرهار؛ شینوارو ولسوالۍ کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۸/۱۲ - ۱۱:۲۷
ننګرهار؛ شینوارو ولسوالۍ کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په شینوارو ولسوالۍ کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پيل شوې.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د ایان کاروان او خان ټایګرز لوبډلو ترمنځ ترمنځ ترسره شوه. ایان کاروان لوبډلې د لوبې پچه وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې یې د خپلو دوو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره خپلې سیالې لوبډلې ته د ۱۶۷ منډوهدف وټاکه. خان ټایګرز لوبډلې د هدف په تعقیب کې د خپلو پنځو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره ۱۰۴ منډې وکړې او لوبه یې د ۶۲ منډو په توپیر وبایلله.

دا سیالۍ د د نظام د ملاتړ په موخه پیل شوي دي، چې یوه میاشت به دوام وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۰:۴۰
Background image

میدان وردګ؛ بهسودو حصه اول ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په بهسودو حصه اول ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د متحد درویشیان لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۰:۳۹
Background image

دزابل؛ مرکز قلات ښار کې د ٥٠ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز قلات ښار کې د مرکز او شینکۍ سیمو د ٥٠ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پایله کې مرکز. . .

BACK TO NEWS