میدان وردګ؛ بهسودو حصه اول ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په بهسودو حصه اول ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د متحد درویشیان لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې متحد درویشیان لوبډلې د ٦ پر ٣ ګولونو په توپیر خپلې سیالې درنده جوی بابه لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي او ورزش ته د ځوانانو هڅولو په موخه ترسره شوې، چې یوه میاشت یې دوام وکړ.
