کاپیسا؛ مرکز محمود راقي ښار کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د تیږې اچونې سیالۍ ترسره شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۸/۱۲ - ۱۰:۵۲
کاپیسا؛ مرکز محمود راقي ښار کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د تیږې اچونې سیالۍ ترسره شوې

د کاپیسا ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د سیمه ییزو او دودیزو لوبو مدیریت له لوري د یاد ولایت په مرکز محمود راقي ښار کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د تیږې اچونې سیالۍ ترسره شوې.

په دغو سیالیو کې خالص لومړی، حسیب الله دویم او نجیب الله درېیم مقام ترلاسه کړ.

د یادو سیالیو موخه سیمه ییزو لوبو ته وده ورکول و، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.

د سیالیو په پای کې د کاپیسا ورزشي امریت له لوري غوره ورزشکارانو ته ورزشي ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۹ - ۱۶:۵۷
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د زابل ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري ياد ولايت په شاجوی ولسوالۍ کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د ا.ا.ا د څلورمې کليزې په ویاړ د واليبال سيالۍ د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۹ - ۱۶:۵۴
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې

د زابل ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په شاجوی ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د هېواد د خپلواکۍ د ۱۰۶ کليزې په مناسبت د فوټبال. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۹ - ۱۶:۵۱
Background image

خوست کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت مرکز اړوند چغۍ کلي کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د حاجي ولي لوبډلې په. . .

BACK TO NEWS