بلخ؛ بلخ ولسوالۍ کې د ۶۰ چاپندازنو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ وشوې
د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د وزلوبې، نېزه وهنې او دوديزو لوبو ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په بلخ ولسوالۍ کې د ۶۰ چاپندازنو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ وشوې.
په دغو سياليو کې دوه اخرالاوقه ترسره شول، چې لومړی اخرالاوق د سرور پهلوان له لوري او دویم اخرالاوق د ميلاد پهلوان له لوري خوسی تر حلالې دایرې ورسوه او د ډاليو ګټونکي شول.
د يادو سياليو موخه د وزلوبې ورزش ته وده ورکول او خلکو ته سالمه تفرېح برابرول و، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.
