له ١٧ کلنو کم عمره افغان فوټبال ملي لوبډلې بنګلدیش ته د ۳-۲ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۸/۷ - ۹:۲۴
له ١٧ کلنو کم عمره افغان فوټبال ملي لوبډلې بنګلدیش ته د ۳-۲ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه

د ٢٠٢٥ کال د آسیا ملتونو جام سیالیو د مقدماتي لوبو په لړ کې له ١٧ کلنو کم عمره افغان لوبډلې په خپله وروستۍ لوبه کې بنګله دېش ته د ۳-۲ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه او خپل بریالی سفر یې پای ته ورساوه.

له ١٧ کلنو کم عمره افغان فوټبال لوبډله څو ورځې وړاندې د ٢٠٢٥ کال د آسیا ملتونو جام سیالیو کې د ګډون په موخه کمبودیا هېواد ته لاړه او په B ګروپ کې یې له ماکائو، فلیپین کمبودیا او بنګله دېش هېوادونو سره لوبې ترسره کړې او ټولې یې وګټلې.

دا سیالۍ د روانې اکتوبر میاشتې په ١٩مه نېټه په کمبودیا کې پیل شوې او د همدې میاشتې تر ٢٧مې نېټې پورې یې دوام وکړ.

هېره دې نه وي چې تر دې وړاندې افغان لوبډلې فلپین لوبډلې ته د ۸پر صفر، ماکائو ته د ۹ صفر، کمبودیا ته د ۳ـ۱ او نن یې بنګلدیش ته د ۳-۲ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او په خپل ګروپ کې يې د ۱۲ امتيازونو په ترلاسه کولو سره لومړی مقام خپل کړ.

د یادونې وړ ده چې افغان لوبډلې د دغه بریالي سفر په ترڅ کې د ۲۰۲۵ کال اسیا جام ته لاره ومونده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۲:۶
Background image

یوازې دوې ورځې وروسته؛ افغانستان دا ځل د ورزش په ډګر کې د نړۍوالو کوربه دی.

د المپیک، بدني روزنې او ورزش ریاست ویاړ لري، چې د اوو هېوادونو ترمنځ د کورش، سامبو او دودیزې غېږ نیونې بین المللي جشنوارې کوربه توب پر غاړه لري.

ټاکل شوې، چې په دغې جشنواره کې، چې په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۹:۴
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۹:۲
Background image

په هرات کې د اي انډ د افغانستان د اس ځغلونې اتم پړاو ټورنمنټ د انځور په ژبه

دغه سيالۍ د هرات ولايت په کوربتوب په دوو سبکونو (يورغه او سرعتي) کې، يورغه په ۸۰۰ او ۱۲۰۰ متره او سرعتي په ۸۰۰ او ۱۲۰۰ متره واټن کې دوام لري.

تمه ده چې د دغو سياليو په‌ پايله کې به له. . .

BACK TO NEWS