یوازې دوې ورځې وروسته؛ افغانستان دا ځل د ورزش په ډګر کې د نړۍوالو کوربه دی.

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۲:۶
یوازې دوې ورځې وروسته؛ افغانستان دا ځل د ورزش په ډګر کې د نړۍوالو کوربه دی.

د المپیک، بدني روزنې او ورزش ریاست ویاړ لري، چې د اوو هېوادونو ترمنځ د کورش، سامبو او دودیزې غېږ نیونې بین المللي جشنوارې کوربه توب پر غاړه لري.

ټاکل شوې، چې په دغې جشنواره کې، چې په پلازمېنه کابل کې ترسره کېږي؛ له افغانستان، ازبیکستان، قرغیزستان، تاجیکستان، ترکمنستان، ایران او ترکیې څخه د کورش له ١۶۰ زیات ملي لوبغاړي ګډون وکړي.

دا جشنواره یوازې سیالۍ نه؛ بلکې د افغانستان د کلتوري هویت د نړۍوال کېدو، د دودیزو ورزشونو د ودې، نړۍ ته د افغان ورزشکارانو د وړتیا ښودلو او د نړیوالو اړیکو د پیاوړتیا یو مهم فُرصت بلل کېږي.

د المپیک، بدني روزنې او ورزش ریاست د دغو سیالیو د ترسراوي لپاره بشپړ چمتو والی لري او له ګرانو هېوادوالو او د ورزش له مینوالو غواړي، چې د سیالیو لیدو ته راشي او خپل ملي اتلان له نږدې تشویق کړي.

د یادونې وړ ده، چې دغه ورزشي جشنواره له ملي سپورټ ټلویزیون څخه په ژوندۍ بڼه خپریږي.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۷/۱۷ - ۲۲:۲۲
Background image
جمعه ۱۴۰۵/۷/۱۷ - ۲۲:۲۱
Background image

کابل کې د اتو لوبډلو ترمنځ د زونونو په کچه د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

د فوټبال ملي فدراسیون اړوند فوټسال ملي کمېټې له لوري د هیواد د زونونو په کچه د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د کابل دلاور زاده دره ترکمن لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

جمعه ۱۴۰۵/۷/۱۷ - ۲۲:۱۴
Background image

هلمند؛ مرکز لښکرګاه ښار کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت به مرکز لښکرګاه ښار کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د هلمندي ستورو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS