د کابل ښار ۹۰ ورزشکارانو ترمنځ د پاورلیفټینګ شپږم پړاو سیالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
شنبه ۱۴۰۳/۸/۵ - ۱۲:۱۶
د کابل ښار ۹۰ ورزشکارانو ترمنځ د پاورلیفټینګ شپږم پړاو سیالۍ پای ته ورسېدې

د المپيک کمېټې، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د پارولیفټینګ ملي فدراسیون له لوري د یاد ریاست په زور خانه یي ورزشي جمنازیوم کې د کابل ښار ۹۰ ورزشکارانو ترمنځ په تک‌بنج پرس سبک کې د پاورلیفټینګ شپږم پړاو سیالۍ د غوره لوبغاړو په ټاکلو پای ته ورسېدې.

دغه سیالۍ د کابل ښار له بېلا بېلو کلبونو ورزشکارانو ترمنځ د نویو ځوانانو، ځوانانو، لویو ورزشکارانو او د تجربه لرونکو ورزشکارانو ترمنځ ترسره شوې، چې په پایله کې ۲۷ تنو ورزشکارانو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره لومړي مقامونه ترلاسه کړل او اتلولي یې خپله کړه.

د دغو سیالیو د پای مراسمو ته د المپیک کمېټې، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست مالي او اداري ریئس مولوي عبدالناصر هاشمي، د یاد ریاست د دعوت او ارشاد ریئس مولوي داد محمد بریال عطایي، د پارولیفټینګ ملي فدراسیون رهبري، ورزشکاران او زیات شمېر مینوال راغلي وو.

د یادو سیالیو موخه په تک‌بنج پرس سبک کې د غوره لوبغاړو موندل او د ورزشکارانو د ظرفیت لوړول و، چې دوې ورځې یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۱ - ۱۵:۷
Background image

غزني کې د واکو کيک بوکسينګ لومړی پړاو سیالۍ وشوې

د غزني ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واکو کيک بوکسينګ ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په دولتي جمنازيوم کې له ۱۰ ولايتونو څخه د ۱۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د واکو کيک. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۱ - ۱۵:۲
Background image

کندز؛ قلعه زال ولسوالۍ کې د ۶۰ چاپ اندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په قلعه زال ولسوالۍ کې د ۶۰ چاپ اندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پای کې دوه آخرلاقه اعلان شول، چې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۱ - ۱۵:۰
Background image

هلمند؛ مرکز لښکرګاه ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال الف لیګ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال الف لیګ سیالۍ پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو په پای کې آریانا لوبډلې د ۱۸. . .

BACK TO NEWS