دایکندي؛ شهرستان ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پيل شوې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۳۰ - ۱۳:۲۵
دایکندي؛ شهرستان ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پيل شوې

د دایکندي ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په شهرستان ولسوالۍ کې د خزاني جام په نوم د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پيل شوې.

د دغو سیالیو لومړۍ لوبه د شکار اباد او د ستورو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې د ستورو لوبډلې خپلې سیالې لوبډلې ته د ۴/۱ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او لومړۍ بریا یې خپله کړه.

د یادو سیالیو موخه په شهرستان ولسوالۍ کې د فوټبال ورزش ته وده ورکول او د ورزشکارانو ترمنځ یووالی رامنځته کول دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۱ - ۱۵:۳۳
Background image

پکتیا؛ مرکز ګردېز ښار کې اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په مرکز ګردېز ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د شیرخان لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۱ - ۱۵:۲۹
Background image

کندز؛ قلعه زال ولسوالۍ کې د ۹۰ پهلوانانو ترمنځ د پهلواني سيالۍ وشوې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د پهلواني ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په قلعه زال ولسوالۍ کې د شمالي ولايتونو په کچه د ۹۰ پهلوانانو ترمنځ د پهلواني سيالۍ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۱ - ۱۵:۲۷
Background image

غزني کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د نېزه وهنې سيالۍ وشوې

د غزني ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د وزلوبې، نېزه وهنې او دوديزو ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ګيرو ولسوالۍ کې د ۱۵ لوبډلو (۶۰ اس ځغلوونکو) ترمنځ په ۱۵. . .

BACK TO NEWS