خوست؛ باک ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پیل شوې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۹ - ۲۲:۲۶
خوست؛ باک ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پیل شوې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسیون د استازولي له لوري د ياد ولايت په باک ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پیل شوې.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د لغمان سټارز او کوټکیو پاچاهانو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه د لغمان سټارز لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه چې په ټاکلو اتو اورونو کې یې د خپلو پنځو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره خپلې سیالې لوبډلې ته د ١٢١ منډو هدف وټاکه. کوټکیو پاچاهانو لوبډلې د هدف په تعقیب کې د خپلو اتو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره ١١٤ منډې وکړې او لوبه یې د شپږو منډو په توپیر وبایلله.

دغه سيالۍ د سیمې د ځوانانو لپاره د سالمې تفریح برابرولو په موخه پیل شوي دي چې یوه میاشت به دوام وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۲۰:۵۸
Background image

د جودو افغان ورزشکار له یوې بریا او ماتې وروسته له سیالیو بهر شو

د جاپان ایچي ناګویا ۲۰م پړاو د اسیا المپیکي سیالیو جودو برخه کې حکمت الله رحماني په منفي ۶۶ کیلو ګرام وزن کې لومړۍ سیالي له کمبودیایي سیال څخه وګټله او دویمه لوبه کې یې د منګولیایي سیال. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۲۰:۵۲
Background image

بلخ؛ شورتپې ولسوالۍ کې د ۸۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په شورتپې ولسوالۍ کې د ۸۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزي سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو په پایله کې د ۱۰ جوړو لوبې مساوي او ۳۰. . .

BACK TO NEWS