کندز؛ مرکز کې د ۲۴ ورزشکارانو ترمنځ د کونګفو سیالۍ ترسره شوې
د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د کونګفو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د نویو ځوانانو، ځوانانو او د مشرانو ورزشکارانو په عمري کټګوریو او مایانای سبک کې د کونګفو سیالۍ ترسره شوې.
دغو سیالیو، چې یو ورځ یې دوام وکړ، په پایله کې ۱۲ ورزشکارانو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې خپلې کړې او لومړي مقامونه یې ترلاسه کړل.
د یادو سیالیو موخه د کونګفو ورزش ته وده ورکول او بهرنیو سیالیو ته د غوره لوبغاړو موندل و.