ننګرهار؛ مومند درې ولسوالۍ کې د ٤٠ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پیل شوې
د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسیون د استازولي له لوري د ياد ولايت په مومند درې ولسوالۍ کې د ٤٠ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ د شمشاد اېګل لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه د شمشاد اېګل او امان ټایګر لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې شمشاد اېګل لوبډلې د ٤١ منډو په توپیر خپلې سیالې امان ټایګر لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې په خپل نوم کړه.
دغه سيالۍ د ځوانانو ترمنځ د سالمې فضأ د رامنځته کولو په موخه ترسره شوې چې یوه نیمه میاشت یې دوام وکړ او په پای کې اتلې لوبډلې ته د اتلولي کپ ورکړل شو.
