پکتيکا؛ په یحی خېلو ولسوالۍ کې د ۵۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۱ - ۱۰:۴۰
پکتيکا؛ په یحی خېلو ولسوالۍ کې د ۵۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په یحی خېلو ولسوالۍ کې‌ د ۵۰ لوبډلو ترمنځ په ليرې پرتو سيمو کې ورزش ته د ودې ورکولو او په پرمختگ په موخه د ټېپ بال کرکټ سيالۍ، چې ۲۵ ورځې به دوام وکړي، د بازار لوبډلې په بريا پيل شوې.

د يادو سياليو لومړنۍ لوبه د بازار او مروت خېلو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې بازار لوبډلې د لوبې پچې په گټلو سره په ټاکلو شپږو اورونو کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره سیالې لوبډلې ته د ۹۱ منډو هدف وټاکه، په مقابل کې مروت خېلو لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره يواځې ۵۳ منډې وکړې او لوبه يې د ۳۷ منډو په توپير وبايلله.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۵:۱۳
Background image

غزني کې د نهو ولايتونو ترمنځ د فول رزم پنځم پړاو سيالۍ وشوې

د غزني ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فول رزم ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري په ياد ولايت کې له کابل، کندهار، پکتيا، خوست، زابل، بغلان، هلمند، هرات او غزني ولايتونو څخه د ۱۰۰. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۵:۱۱
Background image

تخار؛ اشکمش ولسوالۍ کې د ځغاستې سيالۍ وشوې

د تخار ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د اتلتيک ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په اشکمش ولسوالۍ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سيالۍ وشوې.

د دغو سياليو په پايله. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۵:۱۰
Background image

پکتیکا؛ یوسف خېلو ولسوالۍ کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سیالۍ ترسره شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په یوسف خېلو ولسوالۍ کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پایله کې محمد ولي لومړی، محمد ایوب. . .

BACK TO NEWS