هلمند؛ په ناوې ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۷/۷ - ۹:۱۰
هلمند؛ په ناوې ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ناوې ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ ورزش ته د ځوانانو هڅولو په موخه د ټېپ بال کرکټ گروپي سيالۍ پيل شوې.

د يادو سياليو لومړنۍ لوبه د مرکزي اتحاد او ذاهد اتلانو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې مرکزي اتحاد لوبډلې د لوبې پچې په گټلو سره په ټاکلو ۱۲ اورونو کې سيالې لوبډلې ته د ۱۲۸ منډو هدف وټاکه، په مقابل کې ذاهد اتلانو لوبډلې ياد هدف په اتم اور کې ترلاسه کړ او لوبه يې د لسو ويکټو په توپير وگټله.

د يادونې وړ ده، چې دغه سيالۍ به شاوخوا له يوې مياشتې دوام وروسته پای ته ورسېږي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۲۱:۵۴
Background image

کابل کې د پنځو ولایتونو ترمنځ د رزمي لوبو د کيک جيتسو سبک سيالۍ پيل شوې

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د رزمي لوبو ملي فدراسيون له لوري د ياد رياست په ۵۰۰ کسيز جمنازيوم کې د پسرلني جام په نوم د پنځو ولایتونو کابل، کاپيسا، پروان، لوګر او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۲۱:۴۶
Background image

کابل کې د ۲۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې ماراتن سبک سيالۍ ترسره شوه

کابل کې د ۲۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې ماراتن سبک سيالۍ ترسره شوه
د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست، د چاپيريال ساتنې ملي ادارې او د اړيکو د دفتر ( T.L.O) مؤسسې له لوري د ۲۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د (ماراتن ځغاسته او د نيالګيو کېنولو کمپاين) تر. . .

BACK TO NEWS