غمان؛ علینګار ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۲ - ۹:۲۱
غمان؛ علینګار ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د لغمان ولايت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولي له لوري د ياد ولايت د علینګار ولسوالۍ په رجه يي کلي کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د صدام لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه د حکيم او صدام لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې یې صدام لوبډلې د ٢ پر صفر میدانونو په توپیر حکيم لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې په خپل نوم کړه.

دغه سيالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې چې لس ورځې یې دوام وکړ او په پای کې د ياد ولايت د ورزشي آمريت له لوري اتلې لوبډلې ته د اتلولي کپ او غوره لوبغاړو ته مډالونه او ستاینلیکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۵:۱۳
Background image

غزني کې د نهو ولايتونو ترمنځ د فول رزم پنځم پړاو سيالۍ وشوې

د غزني ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فول رزم ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري په ياد ولايت کې له کابل، کندهار، پکتيا، خوست، زابل، بغلان، هلمند، هرات او غزني ولايتونو څخه د ۱۰۰. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۵:۱۱
Background image

تخار؛ اشکمش ولسوالۍ کې د ځغاستې سيالۍ وشوې

د تخار ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د اتلتيک ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په اشکمش ولسوالۍ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سيالۍ وشوې.

د دغو سياليو په پايله. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۵:۱۰
Background image

پکتیکا؛ یوسف خېلو ولسوالۍ کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سیالۍ ترسره شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په یوسف خېلو ولسوالۍ کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پایله کې محمد ولي لومړی، محمد ایوب. . .

BACK TO NEWS