پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د سمیع الله لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې

org2_admin
شنبه ۱۴۰۳/۶/۳۱ - ۲۰:۲۳
پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د سمیع الله لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت مرکز ښرنه کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د سمیع الله لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه د سمیع الله او افغان لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې یې سمیع الله لوبډلې د دوه پر صفر ګولونو په توپیر خپلې سیالې لوبډ‌لې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې په خپل نوم کړه.

یادې سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالی د رامنځته کولو په موخه ترسره شوې چې یوه اوونۍ یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۴ - ۱۶:۵۷
Background image

کابل کې د ۴۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د زورخانه‌يي پهلوانۍ تشويقي سيالۍ پيل شوې

د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست سره په همغږۍ د زورخانه‌يې ورزشونو ملي فدراسیون له لوري د کابل او لوګر ولايت څخه د ۴۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د زورخانه‌يې ورزشونو د لرغونې پهلوانۍ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۴ - ۱۶:۵۴
Background image

کابل کې د فټنيس اووم پړاو خزاني سيالۍ ترسره شوې

د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست سره په همغږۍ د بدن ښکلا او فټنيس ملي فدراسیون له لوري د کابل د شمال او مرکز زونونو د ۸۷ کلبونو څخه د ۲۰۹ ورزشکارانو ترمنځ د فټنيس ۷م پړاو خزانې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۴ - ۱۴:۲۴
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۷۰ چاپندازنو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ وشوې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د وزلوبې، نېزه وهنې او دوديزو لوبو ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۷۰ چاپندازنو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ. . .

BACK TO NEWS