کندز؛ مرکز کې د ۳۳ لوبغاړو ترمنځ د کورش ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۶ - ۹:۲۵
کندز؛ مرکز کې د ۳۳ لوبغاړو ترمنځ د کورش ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د کورش فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت د مرکز اړوند سپین زر ورزشي لوبغالي کې د ۳۳ پهلوانانو ترمنځ د کورش ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې.

دغه سیالۍ د ځوانانو او مشرانو ورزش کارانو په عمري کټګوري او له ۶۰ څخه تر ۱۰۰ کیلو ګرامه وزني کټګوري کې ترسره شوې، چې په پایله کې یې په ٦٠ کیلو ګرامه وزن کې سلطان بیک، په ٦٦ کیلو ګرامه وزن کې چکمار، په ٧٣ کیلو ګرامه وزن کې اجمل، په ٨١ کیلو ګرامه وزن کې ادریس، په ٩٠ کیلو ګرامه وزن کې امید او په ١٠٠ کیلو ګرامه وزن کې الله مراد لومړي مقامونه ترلاسه کړل.

دغه سیالۍ په بلخ کې د کورش راتلونکو ملي لوبو ته د غوره لوبغاړو د ټاکلو په موخه ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۲:۶
Background image

یوازې دوې ورځې وروسته؛ افغانستان دا ځل د ورزش په ډګر کې د نړۍوالو کوربه دی.

د المپیک، بدني روزنې او ورزش ریاست ویاړ لري، چې د اوو هېوادونو ترمنځ د کورش، سامبو او دودیزې غېږ نیونې بین المللي جشنوارې کوربه توب پر غاړه لري.

ټاکل شوې، چې په دغې جشنواره کې، چې په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۹:۴
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۹:۲
Background image

په هرات کې د اي انډ د افغانستان د اس ځغلونې اتم پړاو ټورنمنټ د انځور په ژبه

دغه سيالۍ د هرات ولايت په کوربتوب په دوو سبکونو (يورغه او سرعتي) کې، يورغه په ۸۰۰ او ۱۲۰۰ متره او سرعتي په ۸۰۰ او ۱۲۰۰ متره واټن کې دوام لري.

تمه ده چې د دغو سياليو په‌ پايله کې به له. . .

BACK TO NEWS