خوست؛ ګربز ولسوالۍ کې د ۱۷ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پیل شوې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۶ - ۹:۲۰
خوست؛ ګربز ولسوالۍ کې د ۱۷ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پیل شوې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسیون د استازولي له لوري د یادولایت په ګربز ولسوالۍ کې د ۱۷ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پیل شوې.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د معصوم او شیخ امیر تندر لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. معصوم لوبډلې د لوبې پچه وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو اتو اورونو کې یې د ۴ لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره خپلې سیالې لوبډلې ته د ۱۴۸ منډو هدف وټاکه. شیخ امیر تندر لوبډلې یاد هدف د لوبې په اووم اور کې پوره کړ او اوو ویکټو یې خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه.

دغه سیالۍ د یادې ولسوالۍ د منتخبې لوبډلې لپاره د غوره لوبغاړو ټاکلو په موخه پیل شوي دي، چې ۲۰ ورځې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۵:۱۳
Background image

غزني کې د نهو ولايتونو ترمنځ د فول رزم پنځم پړاو سيالۍ وشوې

د غزني ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فول رزم ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري په ياد ولايت کې له کابل، کندهار، پکتيا، خوست، زابل، بغلان، هلمند، هرات او غزني ولايتونو څخه د ۱۰۰. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۵:۱۱
Background image

تخار؛ اشکمش ولسوالۍ کې د ځغاستې سيالۍ وشوې

د تخار ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د اتلتيک ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په اشکمش ولسوالۍ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سيالۍ وشوې.

د دغو سياليو په پايله. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۵:۱۰
Background image

پکتیکا؛ یوسف خېلو ولسوالۍ کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سیالۍ ترسره شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په یوسف خېلو ولسوالۍ کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پایله کې محمد ولي لومړی، محمد ایوب. . .

BACK TO NEWS