سمنګان؛ مرکز ایبک ښار کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره لیګ سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۲۰ - ۱۴:۵۳
سمنګان؛ مرکز ایبک ښار کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره لیګ سیالۍ پای ته ورسېدې

د سمنګان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز ایبک ښار کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره لیګ سیالۍ پای ته ورسېدې.

دغه سیالۍ، چې د لیګ په ډول ترسره شوې، په پایله کې د فیروزنخچیر لوبډلې د ۲۰ امتیازونو په ترلاسه کولو لومړی مقام خپل کړ.

په دغو سیالیو کې احمد فرید ابراهیمي غوره ګول ساتونکی، احمد سلطاني غوره لوبغاړی او احمد میلاد محمدي زیاتو ګولونو وهونکی وپېژندل شو.

د یادو سیالیو موخه د ۱۴۰۳ ه.ق کال غوره لوبډلې پېژندل او د فوټبال ورزش ته وده ورکول و، چې یوه میاشت یې دوام وکړ.

د سیالیو په پای کې د سمنګان ولایت ورزشي امریت له لوري غوره لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته کپ، مډالونه او ستاینلیکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۳۰ - ۱۰:۵۸
Background image

پکتیکا؛ یوسف خېلو ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د نیزه وهنې سیالۍ ترسره شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د وزلوبې،نيزه وهنې او سيمه ييزو لوبو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري ياد ولایت یوسف خیلو په ولسوالي کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د نيزه وهنې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۳۰ - ۱۰:۵۳
Background image

رسنیز بلنلیک

رسنیز بلنلیک

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۳۰ - ۹:۵۷
Background image

کونړ، په اسمار ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د کونړ ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د اسمار ولسوالۍ په شنګر سيمه کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ، چې نږدې يوه مياشت يې. . .

BACK TO NEWS