زابل کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د پارکور غوراوي سيالۍ ترسره شوې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۲۰ - ۹:۲۵
زابل کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د پارکور غوراوي سيالۍ ترسره شوې

د زابل ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د پارکور فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد په مرکز قلات ښار کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ په ځوانانو، نويو ځوانانو او مشرانو عمري کټگوريو کې د پارکور غوراوي سيالۍ ترسره شوې.

دغه سیالۍ چې يوه ورځ يې دوام وکړ، په پايله کې له هرې کټگورۍ نه دوه ورزشکاران، چې ټول شپږ تنه کېږي، د ياد ولايت پارکور منتخبې لوبډلې ته غوره شول.

ياده دې وي، چې د دغو سياليو په پای کې د ياد ولايت د ورزش آمريت له لوري غوره ورزشکارانو ته کپونه او مډالونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۰:۲۲
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ګرشک ځوانانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS