کونړ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د غازي آباد اتلانو جام په نوم د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۶/۱۷ - ۹:۲۶
کونړ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د غازي آباد اتلانو جام په نوم د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې

د کونړ ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همکارۍ د غازي آباد ولسوالۍ په نېشه گام مرکزي لوبغالي کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د غازي آباد اتلانو جام په نوم د ټېپ بال کرکټ سيالۍ د اسمار الف لوبډلې په بريا پيل شوې.

دغه سیالۍ چې شاوخوا لس ورځې به دوام وکړي، لومړنۍ لوبه يې د اسمار الف او ناړۍ پښتون لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې ناړۍ پښتون لوبډلې د لوبې پچې په گټلو سره په ټاکلو لسو اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره سیالې لوبډلې ته د ۱۲۰ منډو هدف وټاکه، په مقابل کې اسمار الف لوبډلې ياد هدف په اتم اور کې ترلاسه کړ او د اووه ویکټو په توپير يې بريا خپله کړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۵:۱۳
Background image

غزني کې د نهو ولايتونو ترمنځ د فول رزم پنځم پړاو سيالۍ وشوې

د غزني ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فول رزم ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري په ياد ولايت کې له کابل، کندهار، پکتيا، خوست، زابل، بغلان، هلمند، هرات او غزني ولايتونو څخه د ۱۰۰. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۵:۱۱
Background image

تخار؛ اشکمش ولسوالۍ کې د ځغاستې سيالۍ وشوې

د تخار ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د اتلتيک ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په اشکمش ولسوالۍ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سيالۍ وشوې.

د دغو سياليو په پايله. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۵:۱۰
Background image

پکتیکا؛ یوسف خېلو ولسوالۍ کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سیالۍ ترسره شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په یوسف خېلو ولسوالۍ کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پایله کې محمد ولي لومړی، محمد ایوب. . .

BACK TO NEWS