کابل کې د ۲۲۰ ورزش کارانو ترمنځ د سوک وهنې ټاکنیزې سیالۍ پیل شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۶/۱۷ - ۹:۵
کابل کې د ۲۲۰ ورزش کارانو ترمنځ د سوک وهنې ټاکنیزې سیالۍ پیل شوې

د المپیک ملي کمېټې، بدني روزنې او ورزش لوی ریاست اړوند د سوک وهنې ملي فدراسیون له لوري د یاد فدراسیون په ورزشي جمنازیوم کې د کابل ښار څلورو زونونو او درېیو ولسواليو د ۲۲۰ ورزش کارانو ترمنځ د سوک وهنې ټاکنیزې سیالۍ پیل شوې.

په دغو سیالیو کې د کابل ښار پر زونونو سربېره د بګراميو، کوهدامن او پغمان ولسوالیو ۲۲۰ ورزش کارانو ګډون کړی دی، چې له ۴۸ تر ۹۲+ کیلو ګرامه (۱۳) وزني کټګوریو کې به د یو بل پر وړاندې ولوبیږي او په پای کې به ۲۶ تنه غوره ورزشکاران د کابل د سوک وهنې ټاکنیزې لوبډلې ته وټاکل شي.

یادې سیالۍ د کابل ولایت د سوک وهنې ټاکنیزې لوبډلې ته د غوره ورزش کارانو د ټاکلو په موخه پیل شوي دي، چې شپږ ورځې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۵:۲۳
Background image

په هرات کې د اي انډ د افغانستان د اس ځغلونې اتم پړاو ټورنمنټ د انځور په ژبه

دغه سيالۍ د هرات ولايت په کوربتوب په دوو سبکونو (يورغه او سرعتي) کې، يورغه په ۸۰۰ او ۱۲۰۰ متره او سرعتي په ۸۰۰ او ۱۲۰۰ متره واټن کې دوام لري.

تمه ده چې د دغو سياليو په‌ پايله کې به له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۵:۲۱
Background image

#عکسونه

د دودیزې غېږ نیونې بین المللي جشنوارې د ترسراوي لپاره چمتووالی روان دی.

د ورزش ادارې عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق له دغه بهیر څخه لیدنه وکړه او هیله یې وښوده، چې دغه سیالۍ به په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۴:۵۹
Background image

هلمند؛ خانشین ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو په ګدون د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري په خانشین ولسوالۍکې د "جوړ افغانستان" په نوم د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال ګروپي سیالۍ پیل سوې.

د دغو. . .

BACK TO NEWS