امنيه قومنداني لوبډلې د فارياب ولايت د فوټسال سياليو اتلولي وگټله

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۱۳ - ۹:۲۹
امنيه قومنداني لوبډلې د فارياب ولايت د فوټسال سياليو اتلولي وگټله

د فارياب ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ميمنې ښار کې د بېلابېلو ادارو څخه د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ، چې ۲۵ ورځې مخکې پيل شوې وې، د امنیه قومنداني لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو په پايلوبه کې امينه قومنداني لوبډلې خپلې سيالې معارف رياست لوبډلې ته د ۶/۸ گولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.

همدارنگه د دغو سياليو غوره لوبغاړی محمد نعيم صياد، غوره گول وهونکی عصمت الله محمدي او غوره گول ساتونکی بيا مصباح الله ميهن ونومول شول.

ياده دې وي، چې د دغو سياليو په پای کې اتلې لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته مډالونه او ستاينليکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۰:۴۰
Background image

میدان وردګ؛ بهسودو حصه اول ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په بهسودو حصه اول ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د متحد درویشیان لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۰:۳۹
Background image

دزابل؛ مرکز قلات ښار کې د ٥٠ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز قلات ښار کې د مرکز او شینکۍ سیمو د ٥٠ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پایله کې مرکز. . .

BACK TO NEWS