میدان وردګ؛ مرکز میدان ښار کې د پنځو کلپونو ترمنځ د پهلواني سیالۍ ترسره شوې

org2_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۸ - ۸:۴۶
میدان وردګ؛ مرکز میدان ښار کې د پنځو کلپونو ترمنځ د پهلواني سیالۍ ترسره شوې

د میدان وردګو ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د پهلواني فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په مرکز میدان ښار کې د ا.ا د درېیمي کالیزې په مناسبت د پنځو کلپونو ترمنځ د پهلواني سیالۍ ترسره شوې.

په دغو سیالیو کې د اتحاد تکانه، جلریز زیبا، علی مولا، زبیر ځواک او جلریز ځوانانو کلپونو څخه له ۲۰ کیلو ګرامه څخه تر ۸۴ کیلو ګرامه وزني کټګوري کې ۶۰ پهلوانانو ګډون کړی و چې په پایله کې یې اتحاد تکانه کلپ د ۱۱ سرو زرو مډالونو په ګټلو سره لومړی او جلرېز ځوانانو کلپ بیا د اووه سرو زرو مډالونو په ترلاسه کولو سره بیا دویم مقام خپل کړ.

یادې سیالۍ ورزش ته د ځوانانو د هڅولو په موخه ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ او په پای کې غوره لوبغاړو ته مډالونه او ستاینلیکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۰:۴۰
Background image

میدان وردګ؛ بهسودو حصه اول ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په بهسودو حصه اول ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د متحد درویشیان لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۰:۳۹
Background image

دزابل؛ مرکز قلات ښار کې د ٥٠ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز قلات ښار کې د مرکز او شینکۍ سیمو د ٥٠ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پایله کې مرکز. . .

BACK TO NEWS