تخار؛ مرکز تالقان ښار کې د ۷۰ورزش کارانو ترمنځ د فول رزم سیالۍ ترسره شوې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۵/۸ - ۱۶:۴۸
تخار؛ مرکز تالقان ښار کې د ۷۰ورزش کارانو ترمنځ د فول رزم سیالۍ ترسره شوې

د بخار ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د فول رزم فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت مرکز تالقان ښار کې د له اتو ولایتونو څخه د ۷۰ ورزش کارانو ترمنځ د یووالي جام په نوم د فول رزم سیالۍ ترسره شوې.

په دغو سیالیو کې د تخار، بدخشان، کندز، بغلان، بلخ، جوزجان، پروان او کابل ولایتونو څخه د نویو ځوانانو، ځوانانو او مشرانو په عمري کټګوریو کې لوبغاړو ګډون کړی و، چې په پایله کې یې د تخار ولایت لوبغاړو د ډېرو نمرو په ترلاسه کولو سره لومړی، کندز دویم او بدخشان بیا درېیم مقام خپل ترلاسه کړ.

د یادو سیالیو موخه د ځوانانو ترمنځ د دغې ورزشي رشتې وده ښودل شوې ده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۵:۱۳
Background image

غزني کې د نهو ولايتونو ترمنځ د فول رزم پنځم پړاو سيالۍ وشوې

د غزني ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فول رزم ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري په ياد ولايت کې له کابل، کندهار، پکتيا، خوست، زابل، بغلان، هلمند، هرات او غزني ولايتونو څخه د ۱۰۰. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۵:۱۱
Background image

تخار؛ اشکمش ولسوالۍ کې د ځغاستې سيالۍ وشوې

د تخار ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د اتلتيک ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په اشکمش ولسوالۍ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سيالۍ وشوې.

د دغو سياليو په پايله. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۵:۱۰
Background image

پکتیکا؛ یوسف خېلو ولسوالۍ کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سیالۍ ترسره شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په یوسف خېلو ولسوالۍ کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پایله کې محمد ولي لومړی، محمد ایوب. . .

BACK TO NEWS