زابل؛ په شاجوی ولسوالۍ کې د ۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د کيک جستو سيالۍ ترسره شوې

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۵/۳ - ۱۳:۴۰
زابل؛ په شاجوی ولسوالۍ کې د ۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د کيک جستو سيالۍ ترسره شوې

د زابل ولايت د بدني روزنې او سپورټ امريت اړوند کيک جستو فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په شاجوی ولسوالۍ کې د ۲۰ ورزشکارانو ترمنځ په ځوانانو او نويو ځوانانو په عمري کټگوريو کې د کيک جستو سيالۍ ترسره شوې.

دغه سیالۍ چې د استاد احمد او استاد طلا محمد کلبونو ورزشکارانو ترمنځ ترسره شوې، په پايله کې د استاد احمد کلب ورزشکارانو بريا خپله کړه.

د دغو سياليو د ترسره کېدو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅول او د کيک جستو لوبو ته وده ورکول ښودل شوي وو، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۰:۴۰
Background image

میدان وردګ؛ بهسودو حصه اول ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په بهسودو حصه اول ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د متحد درویشیان لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۰:۳۹
Background image

دزابل؛ مرکز قلات ښار کې د ٥٠ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز قلات ښار کې د مرکز او شینکۍ سیمو د ٥٠ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پایله کې مرکز. . .

BACK TO NEWS