ميدان وردگ؛ په سيدآباد ولسوالۍ کې د ۲۳ ورزشکارانو ترمنځ د تیږې اچوونې سيالۍ ترسره شوې

org2_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۵/۲ - ۱۹:۱۶
ميدان وردگ؛ په سيدآباد ولسوالۍ کې د ۲۳ ورزشکارانو ترمنځ د تیږې اچوونې سيالۍ ترسره شوې

د ميدان وردگ ولايت د بدني روزنې او سپورټ امريت اړوند د ملي او دوديزو لوبو مديريت له لوري د سيدآباد ولسوالۍ په حکيم خېلو سيمه کې د ۲۳ ورزشکارانو ترمنځ تيږې اچوونې سيالۍ ترسره شوې.

دغه سیالۍ چې د ملي او دوديزو لوبو د ودې او پرمختگ په موخه ترسره شوې، په پايله کې صفت الله لومړی، نور آغا دويم، حاجي محمد بيا درېيم مقام ترلاسه کړ.

ياده دې وي، چې د دغو سياليو په پای کې غوره ورزشکارانو ته مډالونه او ستاينليکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۵ - ۱۲:۴۸
Background image

پکتیکا؛ مټاخان ولسوالۍ کې د پنځو لوبډلو ترمنځ د نیزه وهنې سیالۍ ترسره شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ملي او دودیزو لوبو، وزلوبې او نیزه وهنې فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په مټاخان ولسوالۍ کې د پنځو لوبډلو ترمنځ د نیزه وهنې. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۵ - ۱۲:۴۷
Background image

کندز؛ قلعه ذال ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د والیبال فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په قلعه ذال ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د کندز ټاکنیزې لوبډلې په. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۵ - ۱۲:۴۵
Background image

زابل؛ ارغنداب ولسوالۍ کې د ۳۵ ورزشکارانو ترمنځ د نیزه وهنې سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ملي او دودیزو لوبو فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې د ۳۵ نیزه وهونکو ترمنځ د نیزه وهنې سیالۍ ترسره شوې.

په. . .

BACK TO NEWS