بادغیس؛ قادس ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پيل شوې

org2_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۸ - ۱۰:۳۲
بادغیس؛ قادس ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پيل شوې

د بادغیس ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال ملي فدارسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت د قادس ولسوالۍ په لنګر شریف حوزه کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د یووالي جام په نوم د والیبال سیالۍ پیل شوې.

په دغو سیالیو کې د وحدت، باختر ځوانانو، سیه سواران، لنګر شریف لېسې، اریانا او خراسان لوبډلو ګډون کړی وو، چې په لومړۍ لوبه کې د باختر ځوانانو لوبډلې خپلې سیالې وحدت لوبډلې ته د ۳/۰ میدانونو په توپیر ماتې ورکړه او بریا یې خپله کړه.

د یادو سیالیو موخه د والیبال ورزش ته وده ورکول، ورزش ته د ځوانانو هڅوول او له نشه یي تو کو د ځوانانو لرې‌والی دی.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۵:۲
Background image

غور؛ مرکز فيروزکوه کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د ويلچر بسکټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د غور ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د پارا المپيک ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز فيروزکوه کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د ويلچر بسکټبال سيالۍ، چې يوه اوونۍ مخکې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۴:۵۸
Background image

د هرات مرکز کې د واليبال روزنې او لوبڅارۍ سيمينار ترسره شو

د هرات ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز کې ۲۰ روزونکو او لوبڅارانو ته د واليبال روزنې او لوبڅارۍ سيمينار ترسره شو، چې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۴:۱۵
Background image

هلمند؛ گرشک ولسوالۍ کې ۱۱ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پيل شوې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د گرشک ولسوالۍ ورزشي مديريت له لوري د دې ولسوالۍ په هاشمي لوبغالي کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د "پسرلني جام" په نوم د فوټسال گروپي سيالۍ پيل. . .

BACK TO NEWS