غور؛ مرکز فیروز کوه ښار کې د ۲۲ ورزشکاران ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۴ - ۵:۴۲
غور؛ مرکز فیروز کوه ښار کې د ۲۲ ورزشکاران ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوې

د غور ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ملي او دودیزو لوبو مدیریت له لوري د یاد ولایت په مرکز فیروز کوه ښار کې د ۲۲ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوې.

د دغو سیالیو په پایله کې شاولد لومړی، خیر محمد دویم او سید عطا درېیم مقام ترلاسه کړ.

د یادو سیالیو موخه دودیزو لوبو ته وده ورکول او د خلکو پام اړول و.

د سیالیو په پای کې د غور ولایت ورزشي امریت له لوري غوره لوبغاړو ته چمتو شوي مډالونه ورکړل شوه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۶ - ۵:۷
Background image

خوست کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت په همکارۍ د مرکز متون ښار په پنزايي لوبغالي کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ، چې دوې مياشتې مخکې پيل شوې وې، د ډېنجر لوبډلې په اتلولۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۶ - ۵:۴
Background image

کندز؛ په قلعه ذال ولسوالۍ کې د ۶۵ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې ملي سيالۍ ترسره شوې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست له لوري د ياد ولايت په قلعه ذال ولسوالۍ کې د ۶۵ چاپندازانو ترمنځ راتلونکو لوبو لپاره د لا ښه چمتو والي او د يادې ولسوالۍ وگړو لپاره د سالمې تفريح. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۶ - ۵:۲
Background image

ننگرهار؛ ډاکټر حبيب الله احسان د غشي ويشتلو فدراسيون د مسؤل په توگه وټاکل شو

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست او د غشي ويشتلو ملي فدراسيون په گډه همغږۍ د يو لړ ځانگړو مراسمو په ترڅ کې ډاکټر حبيب الله احسان د ياد ولايت د غشي ويشتلو فدراسيون د مسؤل په. . .

BACK TO NEWS