پنجشېر؛ مرکز بازارک ښار کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۹ - ۱۷:۳
پنجشېر؛ مرکز بازارک ښار کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پنجشېر ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت مرکز بازارک ښار کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره لیګ سیالۍ، چې یوه میاشت وړاندې پيل شوې وې د عقابان لوبدلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو په پایلوبه کې د پیروزي لوبډلې خپلې سیالې عقابان لوبډلې ته د ۳/۰ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.

په دغو سیالیو کې حسیب الله غوره ګول وهونکی، مبشېر غوره لوبغاړی او ربیع الله غوره ګول ساتونکی وپېژندل شوه.

د یادو سیالیو موخه د فوټبال ورزش ته وده ورکول و، چې په پای کې د پنجشېر ولایت ورزشي امریت له لوري غوره لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۰:۴۰
Background image

میدان وردګ؛ بهسودو حصه اول ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په بهسودو حصه اول ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د متحد درویشیان لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۰:۳۹
Background image

دزابل؛ مرکز قلات ښار کې د ٥٠ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز قلات ښار کې د مرکز او شینکۍ سیمو د ٥٠ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پایله کې مرکز. . .

BACK TO NEWS