دایکندي؛ مرکز نیلي کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د شل کلنو کم عمره د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۷ - ۹:۴۱
دایکندي؛ مرکز نیلي کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د شل کلنو کم عمره د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

د دایکندي ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت په مرسته او د نیلي ښاروالۍ جمنازیوم له لوري د یاد ولایت مرکز نیلي کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د شل کلنو کم عمره د فوټسال سیالۍ د میوند لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو په پایلوبه کې د میوند لوبډلې خپلې سیالې مرکز طوفان لوبډلې ته د ۶/۲ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.

د یادو سیالیو موخه د فوټسال سیالۍ دودول او وده ورکول و.

د سیالیو په پای کې د دایکندي ولایت ورزشي امریت له لوري غوره لوبډلې ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۲۰:۵۸
Background image

د جودو افغان ورزشکار له یوې بریا او ماتې وروسته له سیالیو بهر شو

د جاپان ایچي ناګویا ۲۰م پړاو د اسیا المپیکي سیالیو جودو برخه کې حکمت الله رحماني په منفي ۶۶ کیلو ګرام وزن کې لومړۍ سیالي له کمبودیایي سیال څخه وګټله او دویمه لوبه کې یې د منګولیایي سیال. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۲۰:۵۲
Background image

بلخ؛ شورتپې ولسوالۍ کې د ۸۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په شورتپې ولسوالۍ کې د ۸۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزي سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو په پایله کې د ۱۰ جوړو لوبې مساوي او ۳۰. . .

BACK TO NEWS