افغان نابینا لوبغاړي ولي محمد نوري د ځغاستې سیالیو کې دوه د سرو زرو مډالونه وګټل

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۶ - ۲۲:۳۶
افغان نابینا لوبغاړي ولي محمد نوري د ځغاستې سیالیو کې دوه د سرو زرو مډالونه وګټل

د افغانستان د ځغاستې او لامبو وهنې نابینا ملي لوبغاړي ولي محمد نوري په لندن کې د ځغاستې په دوه بېلابېلو سیالیو کې د سرو زرو مډالونه ګټلي دي.

د میټرو بلاینډ سپورټ په نوم دغه سیالۍ د انګلستان هېواد پلازمېنه لندن کې د نږدې سل تنو نابینا او نیمه بینا لوبغاړو ترمنځ ترسره شوې، چې پکې افغان نابینا لوبغاړي ولي محمد نوري د دوه سوو او اته سوو مترو واټن په طی کولو سره دوه د سرو زرو مډالونه ترلاسه کړل.

ولي محمد نوري تر دې مهاله د ځغاستې په ۲۲ نړۍوالو سیالیو کې ګډون کړی دی، چې پکې د سرو زرو مډالونو ګټلو ترڅنګ یې نورې لاسته راوړنې هم لرلي دي. همداراز ښاغلي نوري بیا د لامبو وهنې په درې نړۍوالو سیالیو کې هم ګډون کړی دی، چې پکې دوه د سرو زرو او یو د سپینو زرو مډال یې ګټلی دی.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۷:۱۷
Background image

بلخ؛ مرکز مزارشریف ښار کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ياد ولايت مرکز مزارشریف ښار کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د یحی شریفي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۷:۱۶
Background image

بلخ؛ چهاربولک ولسوالۍ کې د څلور لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ياد ولايت په چهاربولک ولسوالۍ کې د څلور لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د استقلال لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۷:۱۴
Background image

پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز ښرنه کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې، چې پنځه ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې محمد. . .

BACK TO NEWS