پکتيا؛ زرمت ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۰ - ۲۲:۴۰
پکتيا؛ زرمت ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتيا ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د والیبال فدراسیون د استازولي له لوري د ياد ولايت په زرمت ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د والیبال اختریزې سیالې د مینځیو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه د مینځیو او میدادخېلو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې یې مینځیو لوبډلې د ٣ پر ٢ میدانونو په توپیر خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې په خپل نوم کړه.

یادو سیالیو ١٥ ورځې دوام وکړ او په پای کې اتلې لوبډلې ته یو عراده موټر سایکل او غوره لوبغاړو ته جامې او ستاینلیکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۰:۳۸
Background image

ننګرهار کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د تکواندو سیالۍ ترسره شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت مرکز جلال آباد ښار کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د تکواندو سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د نویو ځوانانو، ځوانانو او لویانو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۰:۳۵
Background image

خوست کې د ۵۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز متون ښار کې د ۵۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د اسماعیل خېلو منتخبې لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۰:۳۳
Background image

هلمند؛ په نادعلي ولسوالۍ کې د ۱۶ بي لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري، په نادعلي ولسوالۍ کې د ۱۶ بي لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ چې ۲۰ ورځې وړاندې پيل شوې وې، پای ته ورسېدې

. . .

BACK TO NEWS