غزني؛ ده یک ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۰ - ۲۲:۱۶
غزني؛ ده یک ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په ده یک ولسوالۍ د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ، چې دوې میاشتې وړاندې پيل شوې وې د پښتون زلمیانو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو په پایلوبه کې د پښتون زلمیانو لوبډلې خپلې سیالې خواجه علي لنګیر لوبډلې ته د ۳/۲ امتیازونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.

د یادو سیالیو موخه د فوټبال ورزش ته وده ورکول او د فوټبال غوره لیګ ته د لوبغاړو چمتو والی و.

د سیالیو په پای کې غوره لوبډلې ته کپ، مډالونه، ډالۍ او ستاینلیکونه ورکړل شوه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۰:۳۶
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پیل شوې، چې ۲۵ ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې جاوید. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

لغمان؛ علیشنګ ولسوالۍ کې د ١٤ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د لغمان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په علیشنګ ولسوالۍ کې د ١٤ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د اسلام آباد لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۰:۳۰
Background image

پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د نیزه وهنې سیالۍ ترسره شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز ښرنه کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د نیزه وهنې سیالۍ د یوسف خېلو اتفاق لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو په. . .

BACK TO NEWS