غزني؛ مرکز کې د نهو لوبډلو ترمنځ د نېزه وهلو سیالۍ د قره باغ ولسوالۍ لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې
د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د وزلوبې فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت مرکز ښار کې له قره باغ، ګیرو، واعظ، اندړ ده یک او جاغوري ولسوالیو د نهو لوبډلو او ۱۰۲ ورزشکارانو ترمنځ د نېزه وهلو سیالۍ ترسره شوې.
په دغو سیالیو کې د قره باغ ولسوالۍ لوبډلې د ۱۲ امتیازونو په ترلاسه کولو لومړی، ګیرو ولسوالۍ لوبډلې د ۱۰ امتیازونو په ترلاسه کولو دویم او د اندړ ولسوالۍ لوبډلې د نهو امتیازونو په ترلاسه کولو درېیم مقام ترلاسه کړ.
د یادو سیالیو موخه سیمه ییزو او دودیزو لوبو ته وده ورکول او لوبغاړو هڅوول و.
د سیالیو په پای کې د غزني ولایت ورزشي امریت له لوري غوره لوبډلې او ورزشکارانو ته کپ او ستاینلیکونه ورکړل شوه.
