پکتيکا کې د څلورو ولايتونو ترمنځ د کيک بوکسينگ سيالۍ ترسره شوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۳/۱۳ - ۱۱:۸
پکتيکا کې د څلورو ولايتونو ترمنځ د کيک بوکسينگ سيالۍ ترسره شوې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او سپورټ امريت اړوند د کيک بوکسينگ فدراسيون د استازولۍ له لوري د مرکز ښرنې ښار په سولي پارک جمنازيوم کې د څلورو ولايتونو د ۶۸ ورزشکارانو ترمنځ په څلورو عمري کټگوريو کې د اروښاد عبدالرقيب هوتک په نوم د کيک بوکسينگ لومړي پړاو سيالۍ ترسره شوې.

په دغو سياليو کې د کابل، پکتيا، غزني او کوربه پکتيکا لوبډلو ورزشکارانو گډون کړی وو، چې په پايله کې د پکتيکا لوبډلې ورزشکارانو لومړی مقام ترلاسه کړ.

د دغو سياليو د ترسره کېدو موخه د کيک بوکسينگ ورزشکارانو ترمنځ د سالم رقابت رامنځته کول و، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۲۰:۵۸
Background image

د جودو افغان ورزشکار له یوې بریا او ماتې وروسته له سیالیو بهر شو

د جاپان ایچي ناګویا ۲۰م پړاو د اسیا المپیکي سیالیو جودو برخه کې حکمت الله رحماني په منفي ۶۶ کیلو ګرام وزن کې لومړۍ سیالي له کمبودیایي سیال څخه وګټله او دویمه لوبه کې یې د منګولیایي سیال. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۲۰:۵۲
Background image

بلخ؛ شورتپې ولسوالۍ کې د ۸۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په شورتپې ولسوالۍ کې د ۸۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزي سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو په پایله کې د ۱۰ جوړو لوبې مساوي او ۳۰. . .

BACK TO NEWS