کابل؛ د ټولیزو ورزشونو امریت له لوري د کابل په کچه د معارف ۴۰ښوونکو ته د ټولیزو ورزشونو په برخه کې سمینار ورکړل شو
د هیواد د بدني روزنې او ورزش لوی ریاست اړوند د ټولیزو ورزشونو امریت له لوري د کابل په کچه د پوهنې ورزات د بېلابېلو ښوونځیو ښوونکو ته د ټولیزو ورزشونو په برخه کې سمینار ورکړل شو، دغه سمینار چې موخه یې د ټولیزو ورزشونو وده او پراختیا وه، یوه ورځ یې دوام وکړ او ۴۰ ښوونکو پکې ګډون کړی و.
د دغه سیمنار په اړه په جوړو شویو مراسمو کې د هیواد د المپیک، بدني روزنې او ورزش لوی رییس مولوي احمدالله وثیق، د المپیک اجرایه رییس دادمحمد پاینده اختري او د پوهنې وزارت د بېلابېلو ښوونځیو ښوونکو ګډون کړی و.
په پیل کې د المپیک بدني روزنې او ورزش لوی رییس مولوي احمدالله وثیق ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه زیاته یې کړه: ورزش د صحت ضامن دی او هغه څوک چې صحت من وي تر هغو غښتلي او د ښه خدمت جوګه کېدلی شي چې له صحت څخه ښه نه وي. نوموړي ورزش د هیواد والو لپاره سالم مصروفیت یاد کړ او له نشه یي توکو او بېلاریو څخه یې د راګرځېدو ښه لاره وګڼله.
ښاغلي وثیق همداراز وویل: ورزش او د ورزش وده د ښوونځيو له لارې ښه وده کولی شي، ځکه چې په ښوونځیو کې د نورو مضامینو ترڅنګ ځانګړی د سپورت مضمون هم شتون لري، ده له ښوونکو غوښتنه وکړه چې د نورو برخو ترڅنګ یادې برخې ته پاملرنه وکړي او زده کوونکي ورزش ته وهڅوي. هغه دغه سمینار له پوهنې وزارت سره د نیږدې پاتې کېدو ښه لاره وبلله او هیله یې وښوده چې ورته برنامې او سمینارونه لا زیات شي.
ورپسې د المپیک اجرایه رییس داد محمد پاینده اختري خبرې وکړې زیاته یې کړه، ورزش د تېر په پرتله په کور د ننه او بهر کې ښې لاسته راوړنې لرلې دي او د افغانستان نوم یې په نړیواله کچه لوړ ساتلی، هغه همداراز وویل، افغان ورزشکارانو تېر ته په کتو په وروستیو کلونو کې ښه لاسته راوړنه لرلې او د دې سبب شو چې د اسیا المپیکي سیالیو څخه مو پنځه مډالونه ترلاسه کړل، په داسې حال کې چې د اسیا په کچه پکې تر ۱۲۰۰۰ زرو زیاتو ورزشکارانو ګډون کړی و.
نوموړي همداراز وویل: هڅه کوو دا او دېته ورته برنامې کابل شموله نه، بلکي هیواد شموله کړو او په ټول هیواد کې یې پلې کړو.
هېره دې نه وي چې د دغو سمینار موخه د ورزش ادارې او معارف ښوونځو ترمنځ د لا زیاتې همغږۍ رامنځته کول.
