زابل؛ په مرکز قلات ښار کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د پاور لفټينگ سيالۍ ترسره شوې

org2_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۳/۳ - ۱۷:۱۴
زابل؛ په مرکز قلات ښار کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د پاور لفټينگ سيالۍ ترسره شوې

د زابل ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د پاور لفټينگ فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز قلات ښار ځوانانو کلب کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ په نويو ځوانانو او ځوانانو په عمري کټگوريو کې د پاور لفټينگ سيالۍ ترسره شوې.

دغه سیالۍ چې يوه ورځ يې دوام وکړ، په پايله کې په ځوانانو کټگورۍ کې ساجد د ۲۲۰ گيلو گرامه زون په پورته کولو سره لومړی او په نويو ځوانانو کټگورۍ کې احمد ضياء د ۲۵۰ گيلو گرامه وزن په پورته کولو سره بيا دويم مقام ترلاسه کړ.

د دغو سياليو د ترسراوي موخه ټاکنيزو سياليو ته د ورزشکارانو لا ښه تياری کول ښودل شوي و، چې په پای کې د ياد ولايت د ورزش امريت له لوري غوره ورزشکارانو ته ستاينليکونه او مډالونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۲۰:۵۸
Background image

د جودو افغان ورزشکار له یوې بریا او ماتې وروسته له سیالیو بهر شو

د جاپان ایچي ناګویا ۲۰م پړاو د اسیا المپیکي سیالیو جودو برخه کې حکمت الله رحماني په منفي ۶۶ کیلو ګرام وزن کې لومړۍ سیالي له کمبودیایي سیال څخه وګټله او دویمه لوبه کې یې د منګولیایي سیال. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۲۰:۵۲
Background image

بلخ؛ شورتپې ولسوالۍ کې د ۸۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په شورتپې ولسوالۍ کې د ۸۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزي سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو په پایله کې د ۱۰ جوړو لوبې مساوي او ۳۰. . .

BACK TO NEWS