جوزجان؛ خواجه دوکوه ولسوالۍ کې د فوټبال ورزشي لوبغالی پرانیستل شو

org2_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۳/۳ - ۱۶:۵۰
جوزجان؛ خواجه دوکوه ولسوالۍ کې د فوټبال ورزشي لوبغالی پرانیستل شو

د جوزجان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري او د یو سوداګر په مرسته خواجه دوکوه ولسوالۍ کې د خواجه دوکوه ځوانانو فوټسال په نوم د ۴۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د فوټبال لوبغالی پرانیستل شو.

د دغې ورزشي لوبغالي پرانیستې لومړۍ لوبه کې باتورکلپ لوبډلې لومړۍ لوبه کې خپلې سیالې جوانان هم‌بستګي لوبډلې ته د ۳/۰ امتیازونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.

د یادو سیالیو موخه فوټبال ورزش ته د ځوانانو هڅوول او له نشه یي توکو د ځوانانو لرې‌والی دی.

د سیالۍ په پای کې د جوزجان ولایت ورزشي امریت له لوري د یاد لوبغالي مسوولین وستایل شوه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۲۰:۵۸
Background image

د جودو افغان ورزشکار له یوې بریا او ماتې وروسته له سیالیو بهر شو

د جاپان ایچي ناګویا ۲۰م پړاو د اسیا المپیکي سیالیو جودو برخه کې حکمت الله رحماني په منفي ۶۶ کیلو ګرام وزن کې لومړۍ سیالي له کمبودیایي سیال څخه وګټله او دویمه لوبه کې یې د منګولیایي سیال. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۲۰:۵۲
Background image

بلخ؛ شورتپې ولسوالۍ کې د ۸۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په شورتپې ولسوالۍ کې د ۸۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزي سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو په پایله کې د ۱۰ جوړو لوبې مساوي او ۳۰. . .

BACK TO NEWS